۰

د ننګرهار پر شېرزادو ولسوالۍ موټربم او ډلیز وسله وال برید شوی

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د ننګرهار ولایت پر شېرزادو ولسوالۍ لومړی موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید شوی، چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار پر شېرزادو ولسوالۍ موټربم او ډلیز وسله وال برید شوی
د ننګرهار ولایت پر شېرزادو ولسوالۍ لومړی موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید شوی، چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو پرون (جمعه ماښام) لومړی د موټر په وسیله برید وکړ او وروسته له افغان ځواکونو سره په جګړه کېوتل.

نوموړي ویلي، چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نشته دي.

په ورته وخت کې ځینې امنیتي سرچینې وايي، د ولسوالۍ پر ودانۍ دوه موټر بم بریدونه شوي، چې وداني ړنګه شوې او یو شمېر کسان ترې لاندې شوي.

ملي دفاع وزارت هم مني، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې تر اوسه نه دي معلوم.

وسله والو طالبانو هم تایید کړې، چې پر شېرزادو ولسوالۍ یې برید کړی دي.

باید و ویل شي، چې طالبانو پرون جمعه د وري ۲۳ مه په ټول هېواد کې د الفتح په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي