فاریاب کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او ۱۱ تنه وژل شوي دي

24 حمل 1398 ساعت 10:24

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د امنیتي پوستو د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د امنیتي پوستو د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول رادو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون جمعه د وري ۲۳ مه د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل او غوښتل یې پوستې ونیسي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو بریدونه د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او په ځوابیه برید کې طالبان شا تګ ته اړ شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په جګړه کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي، خو افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پرون یې د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په قندوز ولایت کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115397

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115397/

جمهور
  https://www.jomhornews.com