اجمل فایز د بلخ د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي شوی

24 حمل 1398 ساعت 12:12

د بلخ ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان محمد اجمل فایز رسمآ معرفي او په خپل کار یې پیل کړی دی.


د بلخ ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان محمد اجمل فایز رسمآ معرفي او په خپل کار یې پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فایز نن شنبې د وري ۲۴ مه د بلخ د امنیه قوماندان په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

دا په داسې حال کې ده، چې ۲۵ ورځې وړاندې عبدالرقیب مبارز د بلخ د امنیه قوماندان په توګه معرفي شوی و، چې پر سر یې د حکومت او جمعیت ګوند د مشر استاد عطا محمد نور تر منځ اختلاف رامنځ ته شو.

ښاغلي نور ویلي چې حکومت له ده سره د کړي توافق خلاف اکرم سامع له قوماندانۍ لرې او پر ځای یې مبارز ټاکلی و، چې په هېڅ صورت ورته د منلو نه ده.

دغه اختلاف وروسته نور هم زیات او وسله والې نښتې ته تر هغه حده ورسېد، چې ملي دفاع او کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو پښه یې هم تر بلخه ورکش کړه.

بلخ ته د ښاغلي خالد او ښاغلي انداربي تر رسېدو وروسته ښاغلي نور و ویل، چې له دوی دواړو سره یوې ښې موافقې ته رسېدلي او کابل ته تر رسېدو وروسته به یې پایلې اعلان شي.

ویل کېږي، چې محمد اجمل فایز هم د ښاغلي نور له نېږدې کسانو دی او د هغه په وړانديز فایز د بلخ د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115406

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115406/

جمهور
  https://www.jomhornews.com