پاکستان بیا د سولې ملاتړ، خو د طالبانو د عملیاتو مخالفت یې نه دی کړی

24 حمل 1398 ساعت 14:04

د طالبانو د الفتح عملیاتو تر اعلان وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي غوښتنې ته په ځواب کې پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې پلوي کړې، خو د الفتح عملیاتو په اړه یې هېڅ ډول یادونه نه ده کړې.


د طالبانو د الفتح عملیاتو تر اعلان وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي غوښتنې ته په ځواب کې پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې پلوي کړې، خو د الفتح عملیاتو په اړه یې هېڅ ډول یادونه نه ده کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون جمعه د وري ۲۳ مه په ټول افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد د الفتح په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

د طالبانو تر دغه اعلان وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه عملیات په کلکه وغندل او ویې ویل، چې طالبان لا هم په پخوانیو تیارو کې بند پاتې دي.

خلیلزاد په یوه ټوېټ کې لیکلي« په داسې حال کې چې افغانان د خپلمنځي خبرو لپاره سره راټول شي او ګډ هېواد جوړ کړي، د طالبانو دا اعلان ښيي چې دوی په تېره تیاره کې بند پاتې دي، ډېر طالب جنګیالي د دوی د ځینو مشرانو په ګډون د دې اعلان مخالفت کوي.»

نوموړي په دغه ټوېټ کې پر پاکستان، قطر او نورو هېوادونو چېد افغانستان د سولې بهیر ملګري دي، غږ کړی، چې باید د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو مخالفت او غندنه وکړي.

خو د خلیلزاد تر دې ټوېټ او غوښتنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هغه په ځواب کې یوازې دومره ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون سربېره د دې پروسې لپاره د ټولو هڅو کلک پلوی دی.

قریشي ټینګار کړی، چې د افغانستان د ستونزې حل یوازې سیاسي خبرې دي، خو د خلیلزاد د دغه غوښتنې، چې پاکستان دې د طالبانو د پسرلینو عملیاتو مخالفت او غندنه وکړي، هېڅ نه دي ویلي.

خلیزیاد ویلي، د طالبانو په دې اعلان سره وښودله چې دوی د افغانانو د غوښتنو خلاف دي او د زیاتو جګړییزو بریدونو اعلانول د سولې له هلو ځلو سره مرسته نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 115410

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com