د تېرو ولسمشریزه ټاکنو ناپایه کیسه: د غني او طالبانو له توافقه پرده پورته شوه

24 حمل 1398 ساعت 14:45

د سیاسي چارو شنونکي او طالبانو ته یوه نېږدې کس نظر محمد مطمین په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني او طالبانو تر منځ له کړي توافق څخه پرته پورته کړې ده.


د سیاسي چارو شنونکي او طالبانو ته یوه نېږدې کس نظر محمد مطمین په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني او طالبانو تر منځ له کړي توافق څخه پرته پورته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نظر محمد مطمین دغه څرګندونې تېره پنشبې د وري ۲۲ مه کابل کې د افغانستان د سولې پر وړاندې د خنډونو پېژندنې تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، د تېرو ولسمشریزه ټاکنو پر مهال ولسمشر غني له طالبانو په دوبۍ کې کتلي او پر دریو مواردو یې ورسره توافق کړی دی.

د هغه په وینا، امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیکول، د پاکستان پر ځای له طالبانو سره مخامخ خبرې، د هوايي بریدونو درول او د طالب زندانیانو خوشي کول هغه ژمنه او توافق و، چې ښاغلي غني طالبانو ته ورکړی وو.

هغه زیاته کړې، د ښاغلي غني د دغه ژمنو په مقابل کې طالبانو په ټاکنو کې له غني ملاتړ کړی، تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې ټاکنو ته اجازه ورکول، ولسمشر غني ته د رایې ورکولو ته د خلکو هڅول، د غني لپاره د رایې صندقونو ډکول او جعلي رایې ورکول هغه څه و، چې طالبانو له غني سره پرې توافق کړی وو.

نظر محمد مطمین ویلي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په ولسمشریزه ټاکنو کې ډاکتر عبدالله عبدالله بریالی وو، خو ښاغلي غني د طالبانو په ملاتړ بریالی او واک ته ورسېده.

دی وايي، په دې اساس طالبانو پر خپل کړي توافق او ژمنو عمل وکړ، خو ښاغلي غني عمل پرې ونه کړ او واک ته تر رسېدو وروسته یې سمدستي له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د یادونې وړ ده، چې وړاندې له دې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په یوه تلوېزیوني مرکه کې هم د ولسمشرۍ غني په ګټه په ټاکنو کې له ځینو درغلیو پرده پورته کړې وه.

ښاغلي نبیل د تېر ۱۳۹۷ کال د لړم په ۲۹ مه نېټه په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي و، چې په ۲۰۱۴ کال کې د ښاغلي غني او ښاغلي کرزي تر منځ ژمنه شوې وه، چې ښاغلی غنی په ټاکنو کې بریالی شي.

هغه دا هم ویلي و، چې د ټاکنو پر مهال د جعلي رای پاڼو د چاپ ماشینونه د کابل په وزیر اکبرخان کې د یوه چارواکي، چې د ولسمشرغني په حکومت کې د حکومت هر کاره و، اېښودل شوي وو.

باید و ویل شي، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې له درغلیو ډکې وبلل شوې او د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله د ټیمونو ترمنځ ناندرې د دې لامل شوې، چې د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، خو په پای کې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کري په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو، چې په کې غني ولسمشر او عبدالله هم د حکومت اجرائیه رییس شو.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 115414

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115414/

جمهور
  https://www.jomhornews.com