۰

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ۴ تنه قاچاق وړونکي نیول شوي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو څلور تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ۴ تنه قاچاق وړونکي نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو څلور تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د وري ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه کسانو غوښتل نشه يي توکي سعودي عربستان ته ولېږدوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي نیول شویو کسانو په ځان پاکونو او سرتختیو کې ۱۴ کیلوګرامه هئرویین ځای پر ځای او غوښتل یې سعودي عربستان ته یې ولېږدوي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته نیول وي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي