کابل کې د تېرې شپې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

25 حمل 1398 ساعت 10:41

کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د لاسي بم په شویو چاودنو کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د لاسي بم په شویو چاودنو کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پېښه تېره شپه د (وري ۲۴مه) شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي ویلي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نامعلومه کسانو پر یوه امنیتي موټر دوه لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

رحیمي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د برید مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115443

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115443/

جمهور
  https://www.jomhornews.com