۰

د مزارشریف د هوايي ډګر د استخباراتو مدیر وژل شوی

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د مزارشریف د هوايي ډګر د استخباراتو مدیر د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د مزارشریف د هوايي ډګر د استخباراتو مدیر وژل شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د مزارشریف د هوايي ډګر د استخباراتو مدیر د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ویلي، پېښه پرون (شنبې د وري ۲۴ مه) ناوخته د سمنګان او بغلان ولایت تر منځ په لویه لار رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې د مزارشریف د هوايي ډګر د استخباراتو مدیر احمد خالد کابل ته پر لار و، چې د سمنګان- بغلان پر لویه را د چشمه شېر په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی.

د هغه په وینا طالبانو خالد ته د موټر د درولو اشاره کړې خو هغه موټر نه دی درولی او طالبانو د شا له لوري پرې ډزې کړې او وژل شوی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، له خالد سره یې د کورنۍ غړي هم په موټر کې سپاره و، خو هغوی ته په برید کې زیان نه دی رسېدلي.

طالبانو هم تایید کړې، چې د بغلان په چشمه شېر سیمه کې یې پر یوه دولتي موټر ډزې کړې او په کې سپاره کسان یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي