د پکتیکا د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د دریو تړل شویو ښونځیو د بېرته پرانستل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ د شاګي او شامردان منځي او لومړنی ښوونځي له تېرو څو کلونو راهیسې تړل شوي وو.
د پکتیکا د پوهنې ریاست ویلي دغه ښوونځي د پوهنې ریاست، ولایتي مسوولینو، قومي مخورو او ښوونځیو شوراګانو په هلو ځلو بېرته پرانستل شوي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد نسیم واجد وايي، د دغه ښوونځو په پرانستل کېدو سره ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
هغه د سیمې له اوسېدونکي غوښتي، چې خبل ماشومان ښوونځیو ته وهڅوي او د ښوونځو په فعال ساتلو کې همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا