پکتیکا کې درې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي

25 حمل 1398 ساعت 11:04

د پکتیکا د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د دریو تړل شویو ښونځیو د بېرته پرانستل کېدو خبر ورکړی دی.


د پکتیکا د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د دریو تړل شویو ښونځیو د بېرته پرانستل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ د شاګي او شامردان منځي او لومړنی ښوونځي له تېرو څو کلونو راهیسې تړل شوي وو.

د پکتیکا د پوهنې ریاست ویلي دغه ښوونځي د پوهنې ریاست، ولایتي مسوولینو، قومي مخورو او ښوونځیو شوراګانو په هلو ځلو بېرته پرانستل شوي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد نسیم واجد وايي، د دغه ښوونځو په پرانستل کېدو سره ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.

هغه د سیمې له اوسېدونکي غوښتي، چې خبل ماشومان ښوونځیو ته وهڅوي او د ښوونځو په فعال ساتلو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 


د مطلب کود: 115446

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com