۰

په جرم ولسوالۍ کې ۳۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ۳۶ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جرم ولسوالۍ کې ۳۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ۳۶ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د وري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، چې طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت او ځوابیه برید سره مخ او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په جګړه کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کې څلور تنه بهرني وسله وال هم شتون لري او د ځنو مړي یې د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
باید و ویل شي، چې ملي دفاع وزارت هم د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د سختې جګړې پخلی کړی و، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه و ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د تېرې جمعې په ورځ یې په ټول هېواد کې د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیات د پیل اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي