د غزني د امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې امر وژل شوی

25 حمل 1398 ساعت 13:18

سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ښوونې او روزنې امر د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ  ښوونې او روزنې امر د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري زیاتوي، چې دغه پېښه نن یکشنبې د وري ۲۵ مه سهار مهال د غزني مرکز ته نېږدې په البېروني ښارګوتي کې رامنخ ته شوې.

نوموړي ویلي، امنیه قوماندانۍ کې د ښوونې او روزنې امر څارمن سید شاهپور بختیار له خپل کور څخه دفتر ته روان و، چې په یاده لار کې ناپېژانده وسله والو پرې برید کړی دی.

د والي ویاند وايي، په برید کې څارمن سید شاهپور بختیار وژل شوی او برید کوونکي له سیمې په تښته بریالي شوي، خو پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې.

تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د مزارشریف د هوايي ډګر د استخباراتو مدیر هم د سمنګان – بغلان پر لویه لار د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 115452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com