۰
د کعبې امام په پاکستان کې!

د دیني عالمان فتواوې باید په حق او صداقت ولاړې وي

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د کعبې شریفې امام عبدالله عواد الجهني پر دیني عالمانو غږ کړی، کومې فتواوې چې ورکوي باید په حق او صداقت ولاړې وي.
د دیني عالمان فتواوې باید په حق او صداقت ولاړې وي
د کعبې شریفې امام عبدالله عواد الجهني پر دیني عالمانو غږ کړی، کومې فتواوې چې ورکوي باید په حق او صداقت ولاړې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امام عبدالله عواد الجهني پرون شنبې د وري ۲۴ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د یوې غونډې پر مهال پر دیني عالمانو دغه غږ کړی او د ديني علماوو پر فتواوو او د جګړې په هکله د دينپوهانو پر نظرونو د غور کولو څرګندوني وکړې.

نوموړي ویلي، د دینی عالمانو دنده ده، چې مسلمانانو ته د زغم تلقین وکړي او فتواوې یې باید رښتونې او د زړه د اخلاصه وي.
امام عواد الجهني، چې د پاکستان په څو ورځني سفر وتلي زیاته کړې، اسلام د ورورولۍ او امن دين دی، بايد په اسلامي نړۍ کي ديني علماء د رواني جګړې په مخنيوي کي خپله وجيبه ادا کړي.

هغه دیني عالمانو ته په خطاب کې و ویل«د علماوو کار د الله د بندګانو سره رانژدې کول دي او همېشه بايد پر همدې ټينګار وکړي.»

د کعبې شریفې امام پاکستاني ملایانو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د علماوو فتوا يواځي په خوله نه وي، بايد په عمل کي ثابتي شي.

د هغه په وینا ترهګري په اسلام کې نشته او د دې پدېدې د له منځه وړلو لپاره باید ټول علما سره یو ځای او یو موټی شي.

په ورته وخت اسلام آباد کې سعودي سفير نواف سعيد المالکي په کوټه کي پر هزاره وګړو وروستی بريد غندلی او ویلي یې دي ترهګري ته بايد له ديني اړخه هېڅ توجيه ورنه کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي