ډاکتر عبدالله د سولې په تړاو مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

25 حمل 1398 ساعت 15:30

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د سولې په تړاو په راتلونکې لویه مشورتي جرګه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.


د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د سولې په تړاو په راتلونکې لویه مشورتي جرګه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پانه نن یکشنبې د وري ۲۵ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په اساسي قانون کې راغلې لویه جرګه د پرېکړه کولو عالي مرجع او یا نورې مشورتي جرګې، د خلکو د لیدلوري د اخیستلو لپاره اغېزمنه لاره ده.

سرچینه زیاتوي له هغه ځایه چې مشوره له دیني اړخه هم یو منل شوی امر دی او په نننۍ نړۍ کې هم د چارو د بهبود لپاره سلا یو مهم اصل ګڼل کېږي.

د ثبات او همپالنې ټیم د افغانستان د دې مهمې مسالې د اهمیت په درک کولو سره په سلا کولو باورمند او ټولو سیاسي او پرېکړه کوونکیو طرفونو ته یې په مختلفو پړاوونو کې توصیه کړې ده.

خو په وینا یې «موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د «سولې مشورتي جرګې» تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون نه کوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115469

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115469/

جمهور
  https://www.jomhornews.com