خوست کې دوه ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي

26 حمل 1398 ساعت 8:56

خوست کې د ملي امنیت چارواکي وايي، دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت منسوبینو له خوا له منځه وړل شوي دي.


خوست کې د ملي امنیت چارواکي وايي، دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت منسوبینو له خوا له منځه وړل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه ځانمرګي تېره شپه (د وري ۲۵مه) د طویشي پل په سیمه کې وژل شوي دي.

د خوست د ملي امنیت ریاست وايي، امنیتي ځواکونو له وړاندې د ځانمرګو په اړه کشفي معلومات درلود او ټوله ورځ یې د هغوی د لټون عملیات روان و، چې بالاخره تر موندلو وروسته و وژل شول.

یاد ریاست زیاته کړې، امنیتي ځواکونو هڅه کوله دغه ځانمرګي ژوندي ونیسي خو هغوی د تېښتې هڅه کوله، چې د سرتېرو له خوا له لرې سیمې وویشتل او د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې و وژل شول.

سرچینه وايي، د یو بریدګر پيژندګلوې شوې چې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ اوسیدونکی وو، خو دوهم جسد له‌منځه تللی او تر اوسه يې پېژندګلوي نه ده شوې.

د خوست د ملي امنیت ریاست ویلي دغه ځانمرګو غوښتل پر ولایتي اداره برید وکړي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 


د مطلب کود: 115474

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115474/

جمهور
  https://www.jomhornews.com