د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، نن د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د خبرو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي پرون یکشنبې ملتان کې خبریالانو ته ویلي، تمه ده، چې نن دوشنبې د وري ۲۶ مه امریکايي پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره وګوري.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي او پاکستان په دې برخه کې مرسته او همکاري کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري، بلکې باثباته او پر امنه افغانستان غواړي او د سولې په پروسه کې د زمینه برابروونکي رول ادا کوي.
قریشي د قطر د ناستې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څه ویلي.
دا په قطر کې د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ شپږم پړاو خبرې دي، چې پیلېږي، دوی په تېرو خبرو کې څه پرمختګونه کړي دي.
خلیلزاد د دغه ناستې له جوړېدو وړاندې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د اروبند او سولې په هڅه کې ده او پر افغانانو یې جګړه نه ده تپلې، بلکې غواړي دغه جګړه پای ته ورسېږي.
د طالبانو او خلیلزاد تر منځ شپږم پړاو خبرې پر داسې مهال پيلېږي، چې درې ورځې وړاندې طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل، چې د خلیلزاد له خوا په کلکه وغندل شول او دا یې په افغانستان کې د جګړې او وژنو دوام وباله.
خلیلزاد پر پاکستان، قطر، نور هېوادونو او افغانانو غږ وکړ، چې د طالبانو دغه عملیات وغندي او مخینوی یې وکي.
تر خلیلزاد وروسته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان هم د طالبانو پسرلني عملیات وغندل خو طالبانو دغه امریکايي چارواکو ته په غبرګون کې و ویل، چې دوی ښه پوهېږي او جګړه مخ ته وړي او هم سوله.
جمهورخبري آژانس:کابل