د امریکا سولې انستېتیوت:

په افغانستان کې د سولې لپاره اوربند تر هر څه ضرور دی

26 حمل 1398 ساعت 9:26

د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو تر اعلان وروسته د امریکا د سولې انستېتیوت وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره اوربند تر هر څه اړین دی.


د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو تر اعلان وروسته د امریکا د سولې انستېتیوت وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره اوربند تر هر څه اړین دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه انستېتیوت ویلي، افغان جګړه یوې خونړۍ مرحلې ته ننوتلې ده او ښکېلو خواوو د یو بل پر ضد عملیات پيل کړي دي.

د یاد انستېتیوت د اسیايي څانګې مسوول ویکرم جي سنګ وایي، تر هر څه وړاندې د دې اړتیا ده، چې ښکېلې خواوې په خپلو کې اوربند سره وکړي.

نوموړي زیاته کړې د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او ټول زیان یې عامو افغانانو ته اوړي.

د هغه په وینا هره هغه ممکنه طرحه دې تر کار لاندې ونیول شي چې کولی شي افغانستان ته سوله راولي او په دغه هېواد کې جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکا د سولې انستېتیوت د اسیايي څانګې مسوول ویلي، د افغان جګړې د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او ټول باید دا حقیقت ومني او په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.

دغه انستېتیوت یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندې د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل، چې ورسره سم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو هم زور اخیستی دی.

قندزو، فاریاب، بدخشان، میدان وردګ، غزني، زابل، بادغیس او فراه هغه ولایتونو دي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کې جګړې زیاتې شوې او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com