خلیلزاد:

طالب مشران دې خپلو استازو ته د اوربند د خبرو اجازه ورکړي

26 حمل 1398 ساعت 9:47

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب مشرانو غوښتي، چې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب مشرانو غوښتي، چې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.

د جمهور آژانس په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، چې طالبان د تاوتريخوالي کمېدو کې په نه همکارۍ سره د جګړې او وژلو لړۍ اوږدوي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا پر افغانستان جګړه نه ده تپلې، بلکې دغه هېواد له لسیزو راهیسې په جګړه کې دی او ځینې مهال افغانان په خبلو کې سره جنګېدلي دي.

هغه وايي، جګړو کې لسګونه زره افغانان وژل شوي او د افغانستان خلک د جګړې د يوه بل موسم پر ځاى د پرمختګ نوې لار غواړي.

خلیلزاد پر اوربند ټینګار کړی او پر طالب مشرانو یې غږ کړی، چې د اوربند په اړه خپلو استازو ته د خبرو اجازه ورکړي، ځکه په وینا یې د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لار پر یوه اوربند سلا کېدل دي.

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دى به د اوربند پر موضوع خپل ټينګار جاري ساتي، ځکه په خبره یې افغانان د هر اړخیزه اوربند او تل پاتې سولې مستحق دي.

 زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې امريکا به د افغانانو په دې غوښتنه کې له دوى سره ولاړه وي.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي ښايي نن دوشنبې د وري ۲۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې امریکايي پلاوی او طالب استازي بیا سره جرګه شي.

که څه هم خلیلزاد د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په ملتان کې خبریالانو ته ویلي، چې امریکا او طالبان به نن دوشنبې په دوحه کې بیا خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 115482

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115482/

جمهور
  https://www.jomhornews.com