ولسمشر غني به د ډاکتر عبدالله د اندېښنو په اړه له هغه سره وګوري

26 حمل 1398 ساعت 10:00

وروسته له هغې چې د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم په راتلونکې لویه مشورتي جرګه کې له ګډون انکار وکړ، ارګ وايي، ولسمشر غني به ډېر ژر له ډاکتر عبدالله عبدالله سره وګوري.


وروسته له هغې چې د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم په راتلونکې لویه مشورتي جرګه کې له ګډون انکار وکړ، ارګ وايي، ولسمشر غني به ډېر ژر له ډاکتر عبدالله عبدالله سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم پرون په یوه اعلامیه کې و ویل، چې د لویې مشورتي جرګې په اړه له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې نو ځکه دوی په جرګه کې ګډون نه کوي.

د ثبات او همپالنې ټیم په اعلامیه کې ویل شوي وو«موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د «سولې مشورتي جرګې» تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون نه کوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي.

په همدې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د ثبات او همپالنې ټیم تر دې مهاله د  ولسمشر محمدا شرف غني سره د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه اندېښنې او شکایتونه نه وو شریک کړي.

خو په وینا یې په پام کې ده چې ولسمشر غني به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په دې اړه د ده اندېښنې او شکایتونه واوري او مناسب تصامیم به ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com