د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د اسلامي همکاریو سازمان څخه د افغانستان د سولې په برخه کې د پوره همکاري غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست وايي، ښاغلي عبدالله پرون یکشنبې د وري ۲۵ مه د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي حسین اوني بوتسالي سره په سپېدار ماڼې کې ولیدل.
سرچینه زیاتوي، په دغه ناسته کې دواړو لورو پر روان، وضعیت او سولې خبرې وکړې او ښاغلي عبدالله و ویل، چې د اسلامي همکاریو سازمان دې په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې پوره همکاري وکړي.
ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له همکاریو او فعالیتونو د مننې تر څنګ ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان همکاري د سولې د ټنګښت په برخه کې ګټور دی.
په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان استازي حسین اونی بوتسالي له افغانستان سره د دغه سازمان د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي بوتسالي ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان به له افغانستان سره خپلې همکارۍ نورې هم زیاتې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل