خوست:د واده پر ګډونوالو په برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

26 حمل 1398 ساعت 12:23

سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې یو کس چې د نشې په حال کې و، د واده پر ګډونوالو ډزې کړې او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې یو کس چې د نشې په حال کې و، د واده پر ګډونوالو ډزې کړې او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د وري ۲۵ مه) د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د دره ګي په کلي کې رامنځ ته شوې.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، په یاد کلي کې واده و او یو کس چې د نشې په حال کې و، د واده پر ګډوانولو ډزې کړې دي.

د هغه په وینا په دې برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي په برید کې پنځه کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند وايي، پېښه یوه جنايي قضیه ده او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې ده.

هغه ویلي، وژل شوي او ټپیان ټول د تڼیو د قوم څخه دي او بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 


د مطلب کود: 115489

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115489/

جمهور
  https://www.jomhornews.com