د غزني ولایت سیمه ییز چارواکو په مرکز کې د یوې نښتې پر مهال د ۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه طالبان تېره شپه، د مرکز اړوند د توحید آباد په سیمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو د وژل شویو شپږو تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او د جګړې پر مهال افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.
دغه راز هغه ویلي طالبانو په همدې شپه د مرکز د پیرزاده کلي له اړوندو سیمو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کول، چې له جګړې وروسته له سیمې وتښتېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون د غزني د امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې آمر په البروني ښارګوټي کې وژلی وو.
جمهورخبري آژانس:غزني