غزني ښار کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي

26 حمل 1398 ساعت 12:29

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکو په مرکز کې د یوې نښتې پر مهال د ۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د غزني ولایت سیمه ییز چارواکو په مرکز کې د یوې نښتې پر مهال د ۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه طالبان تېره شپه، د مرکز اړوند د توحید آباد په سیمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو د وژل شویو شپږو تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او د جګړې پر مهال افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.
 
دغه راز هغه ویلي طالبانو په همدې شپه د مرکز د پیرزاده کلي له اړوندو سیمو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کول، چې له جګړې وروسته له سیمې وتښتېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون د غزني د امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې آمر په البروني ښارګوټي کې وژلی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 115491

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com