د مصالحې شورا د قطر ناستې ته تلونکی پلاوی ټاکلی دی

26 حمل 1398 ساعت 14:31

راپورونه وايي، د مصالحې یا د پخلاینې مشرتابه شورا توانېدلې، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تلونکی پلاوی وټاکي.


راپورونه وايي، د مصالحې یا د پخلاینې مشرتابه شورا توانېدلې، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تلونکی پلاوی وټاکي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پخلاینې مشرتابه شورا له تېرو څو ورځو راهیسې قطر ته د تلونکي پلاوي پر ټاکلو بوخت و، چې حکومت سرچینو په وینا نن دوشنبې د وري ۲۶ مه دغه پلاوی ټاکل شوی دی.

یوې حکومتي سرچینه وایي، د مشرتابه شورا د قطر ناستې ته شاوخوا ۱۵۰ کسیزه نوملړ چمتو کړی دی، چې په کې شاوخوا ۴۰ تنه ښخې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران شامل دي.

که څه هم تر اوسه د دغه پلاوي نومونه نه دي، په ډاګه شوي خو ویل کېږي، په دې نوملړ کې حکمت خلیل کرزی، محمد یونس قانوني هم شامل دي او ټاکل شوې د جمعې په ورځ قطر ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو سرچینې هم وايي، دوی هم دغه ناستې ته چمتوالی روان کړی، چې د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان په کې برخه واخلي.

په پام کې ده، چې د قطر ناسته د روانې میلادي اپریل میاشتې له ۱۹ مې تر ۲۱ مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د حکومت او طالبانو له خوا د قطر ناستې ته د چمتوالي خبر پر داسې مهال ورکول خپرېږي، چې ویل کېږي امریکا او طالبان نن دوشنبې په قطر کې بیا خبرې پیل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په ملتان کې خبریالانو ته ویلي و، چې د طالبانو او امریکايي پلاوی تر منځ خبرې به نن دوشنبې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې د طالبانو پر مشرتابه غږ کړی و، چې د اوربند په اړه خپلو استازو ته د خبرو اجازه ورکړي، ځکه په وینا یې د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لار پر یوه اوربند سلا کېدل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115510

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115510/

جمهور
  https://www.jomhornews.com