لوړ پوړي امنیتي چارواکي بادغیس ولایت ته تللي

26 حمل 1398 ساعت 14:39

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د امنیتي جاج اخیستو په موخه بادغیس ولایت ته تللي دي.


د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د امنیتي جاج اخیستو په موخه بادغیس ولایت ته تللي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې یاد چارواکي نن دوشنبې د وري ۲۶ مه دغه ولایت ته ورغلي تر څو امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د دریو ولسوالیو چې له زیات ګواښ سره مخ دي وجاجي.

باید و ویل شي، چې د بادغیس ولایت بالامرغاب، مقر او آبکرمي هغه درې ولسوالۍ دي، چې امنیتي وضعیت په کې ترینګلی او له ګواښ سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115512

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115512/

جمهور
  https://www.jomhornews.com