جنرال تادین خان:

د معروف د سقوط پلان شنډ او ۳۷ طالبان و وژل شول

26 حمل 1398 ساعت 15:34

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، افغان ځواکونو د معروف ولسوالۍ د سقوط لپاره د طالبانو پلان شنډ کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، افغان ځواکونو د معروف ولسوالۍ د سقوط لپاره د طالبانو پلان شنډ کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تادین خان نن دوشنبې د وري ۲۶ مه ویلي طالبانو غوښتل، چې د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ سقوط کړي.

خو په وینا یې د افغان امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د طالبانو دغه پلان شنډ او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته.

نوموړي ویلي په دې بریدونو کې، چې د معروف ولسوالۍ یوسف نیکه په سیمه کې شوي، ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

تادین خان وايي، وژل شوي او ټپي وسله وال له ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته وړل شوي او هلته یې د ټپیان درملنه روانه ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 115515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com