د لومړي ځل لپاره به د طالبانو په مرکچي پلاوې کې ښځې هم برخه ولري

27 حمل 1398 ساعت 8:58

وسله والو طالبانو تایید کړې، چې د قطر په ناسته کې به د دوی په مرکچي پلاوي کې یو شمېر مېرمنې هم ګډون ولري.


وسله والو طالبانو تایید کړې، چې د قطر په ناسته کې به د دوی په مرکچي پلاوي کې یو شمېر مېرمنې هم ګډون ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا لومړی ځل دی، چې طالبان په خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ونډه ورکوي او دا د دوی په لید لوري کې یو لوی بدلون ښکاري.

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي، چې د قطر د دوحې په ناسته کې به د طالبانو په پلاوي کې ښځنیه استازې هم وي.

مجاهد د طالبانو په پلاوي کې د شاملو ښځو په اړه زیاته کړې، «دا ښځې د طالبانو د جګپوړو مشرانو له کورنیو سره خپلوي نه لري، دوی عادي افغانانې دي، د افغانستان له داخله او بهره هغه ښځې دي چې د اسلامي امارت ملاتړ کوي.»

که څه هم طالب ویاند د دغه ښځو نومونه او شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو یو شمېر نورو طالب سرچینو ویلي د طالبانو په ۲۵ کسیزه پلاوی کې به ۷ تنه ښځې وي.

طالبانو پرون خبر ورکړ، چې د قطر د ناستې لپاره د دوی په ۲۵ کسیزه پلاوي په ټاکل کېدو کار روان دي، چې په کې به د طالبانو استازي او د قطر د دفتر غړي شامل وي.

ټاکل شوې ده چې د روان اپریل په ۱۹ – ۲۱ د طالبانو، حکومت او نورو افغان سیاستوالو ترمنځ په قطر کې غونډه جوړه شی.

افغان حکومت هم د دغه غونډې لپاره ۱۵۰ کسیزه پلاوی ټاکلي، چې ۴۰ تنه یې مېرمنې دي او ښايي د راتلونکې جمعې په ورځ قطر ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 115525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com