خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

27 حمل 1398 ساعت 9:14

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ترکي چارواکو سره یې په افغان سوله خبرې اترې کړې دي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ترکي چارواکو سره یې په افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي چې د ترکیې د ولسمشر له سلاکار یې لیدلي او هغو د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ژمنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه د افغانستان د سولې له پروسې او په دې برخه کې د روانو ټولو هڅو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې په دغه پروسه کې همکارۍ ته تیاره ده.

بل خوا خلیلزاد هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکي دی په قطر کې دی او له طالبانو سره خبرې کوي.

هغه وايي، لا تر اوسه په واشنګټن کې دی او قطر ته نه دی تللی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ملتان کې خبریالانو ته و ویل، چې د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې به د دوشنبې اپریل په ۱۵ مه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115526

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115526/

جمهور
  https://www.jomhornews.com