چین د زړه پر ناروغۍ د اخته ۴۰۰ افغان ماشومانو درملنه کوي

27 حمل 1398 ساعت 9:20

په کابل کې د چین لوی سفیر لیو جېن سونګ وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د زړه په ناروغۍ د اخته ۴۰۰ افغان ماشومانو درملنه وکړي.


په کابل کې د چین لوی سفیر لیو جېن سونګ وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د زړه په ناروغۍ د اخته ۴۰۰ افغان ماشومانو درملنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سونګ دغه څرګندونې پرون دوشنبې د وري ۲۶ مه د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز سره په کتنه کې کړې دي.

د چین سفیر ویلي، هېواد یې له دې وړاندې هم د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه په کندهار کې د ولایتي روغتون بیارغونه، په کابل کې له جمهوریت روغتون سره د طبي وسایلو او نورو تجهزاتو برابرولو تر څنګ د ډاکټرانو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې مرسته یاده کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې هېواد یې اوس هم له افغانستان سره هر اړخیزو مرستو ته تیار دی او چمتو دی، چې د زړه په ناورغۍ اخته ۴۰۰ افغان ماشومانو درملنه وکړي.

په ورته وخت د عامې روغتیا وزیر د روغتیا په برخه کې د چین له مرستو مننه کړې او په دې برخه کې یې د لا نورې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com