سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د مقناطسي بم چاودنه شوې او ۱۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه پرون دوشنبې د وري ۲۶ مه ماښام مهال د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي وسله والو طالبانو د بازار په ګڼه ګوڼه کې پر یاد موټر پسې مقناطسي بم نښلولی او چاودنه یې کړې ده.
سرچینه وایي، په دغه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې تر درملنې لاندې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: هلمند