هلمند کې ماین چاودنې ۱۲ تنه ټپیان کړي دي

27 حمل 1398 ساعت 9:49

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د مقناطسي بم چاودنه شوې او ۱۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د مقناطسي بم چاودنه شوې او ۱۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه پرون دوشنبې د وري ۲۶ مه ماښام مهال د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وسله والو طالبانو د بازار په ګڼه ګوڼه کې پر یاد موټر پسې مقناطسي بم نښلولی او چاودنه یې کړې ده.

سرچینه وایي، په دغه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې تر درملنې لاندې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: هلمند
 
 


د مطلب کود: 115530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com