۰

هلمند کې د افغان پوځ یو قوماندان وژل شوی دی

سی شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۱
په سویل لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
هلمند کې د افغان پوځ یو قوماندان وژل شوی دی
په سویل لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه زون کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي قوماندان شېر احمد شاهي پرون دوشنبې د وري ۲۶ مه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لغماني کلي کې وژل شوی دی.

د ۲۱۵ قول اردو مطبوعاتي دفتر زیاتوي، قوماندان احمدشاهي په یاد کلي کې خپلو ځواکونو ته د مرستې لپاره ورغلی و، چې د طالبانو په مخامخ جګړه کې و وژل شو.

سرچینه زیاتوي، چې له قوماندان سره یو بل سرتېری هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي