غزني کې یو قومي مشر او دوه طالبان وژل شوي دي

27 حمل 1398 ساعت 11:12

سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو غزني کې یو قومي مشر وژلی او افغان هوايي ځواک د طالبانو په یوه موټر هوايي برید کړی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو غزني کې یو قومي مشر وژلی او افغان هوايي ځواک د طالبانو په یوه موټر هوايي برید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري زیاتوي، چې وسله والو طالبانو نن سه شنبې د وري ۲۷ مه سهار مهال د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی دی.

نوموړي زیاته کړې، وژل شوی قومي مشر غلام نقشبند نومېږي او د قرباغ ولسوالۍ د بهادر کلي اوسېدونی دی.

په ورته وخت کې نوموړي ویلي افغان هوایي ځواک تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د لیتف کلي کې د طالبانو یو ډاټسن موږ موټر په نښه کړی دی.

دی وايي، په دغه هوايي برید کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی یو میل زیکویو او دوه میله وړې وسلې له منځه وړل شوې دي.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 115537

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115537/

جمهور
  https://www.jomhornews.com