د فراه د پوهنې ریاست چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې یو بل ښوونځی هم د چاوېدونکو توکو په وسیله الوزولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه د پوهنې رییس زیاتوي، وسله والو طالبانو تېره شپه (د وري ۲۷ مه) د فراه د مرکز اړوند د نوده په سیمه کې د نجونو یو ښوونځی الوزولی دی.
باید و ویل شي، چې وړمه شپه هم وسله والو کسانو د فراه ښار اړوند د بنفشې په نوم د نجونو یو ښوونځی په بمولو الوزولی وو.
دا په تېرو دوه میاشتو کې پنځم ښوونځی دی، چې په فراه ولایت کې الوزول کېږي.
که څه هم تر اوسه د دغه ښوونځیو د الوزولو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو کورنیو چارو وزارت وايي، دا کار د طالبانو دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه