طالبانو په فراه کې یو بل ښوونځی هم به بمونو الوزولی دی

27 حمل 1398 ساعت 12:04

د فراه د پوهنې ریاست چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې یو بل ښوونځی هم د چاوېدونکو توکو په وسیله الوزولی دی.


د فراه د پوهنې ریاست چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې یو بل ښوونځی هم د چاوېدونکو توکو په وسیله الوزولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فراه د پوهنې رییس زیاتوي، وسله والو طالبانو تېره شپه (د وري ۲۷ مه) د فراه د مرکز اړوند د نوده په سیمه کې د نجونو یو ښوونځی الوزولی دی.

باید و ویل شي، چې وړمه شپه هم وسله والو کسانو د فراه ښار اړوند د بنفشې په نوم د نجونو یو ښوونځی په بمولو الوزولی وو.

دا په تېرو دوه میاشتو کې پنځم ښوونځی دی، چې په فراه ولایت کې الوزول کېږي.

که څه هم تر اوسه د دغه ښوونځیو د الوزولو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو کورنیو چارو وزارت وايي، دا کار د طالبانو دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 115541

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com