د ولسمشرۍ ۱۱ نوماندان:

د حکومت کارې دوره پای ته رسېدلې، ولسمشر غني دې واک پرېږدي

27 حمل 1398 ساعت 12:40

راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته ولاړو ۱۱ نوماندان د ملي یووالي حکومت کاري موده پای ته رسېدلې اعلان کړ او له ولسمشر غني څخه یې غوښتي، چې واک پرېږدي.


راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته ولاړو ۱۱ نوماندان د ملي یووالي حکومت کاري موده پای ته رسېدلې اعلان کړ او له ولسمشر غني څخه یې غوښتي، چې واک پرېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نوماندانو نن سه شنبې د وري ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې د ملي یووالي حکومت پرلپسې ناکامیو په هېواد کې د ولسوالۍ ستنې کمزورې کړې او د ولس غوښتنې یې له ګواښ سره مخ کړې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي د دغه وضعیت دوام نه یوازې چې له قانوني او حقوقي مخې سیاسي بن بست رامنځ ته کړی، بلکې د سولې پروسه او د افغانستان د مسایلو په اړه یې د نړیوالې ټولنې باور هم کمزوری کړی دی.

خبرپاڼه وایي، همدې ته په کتو له اساسي قانون، ملي ارزښتونو سره سم د ټولنیز ثبات او په هېواد کې د ناورین د مخنیوي لپاره باید مسوولانه ګامونه پورته شي، او په هېواد کې د دموکراسۍ د پلي کېدو لپاره باید نوې دریڅې پرانستل شي.

دغه نوماندانو ویلي، د دې کار لپاره لومړي او اساسي ګام دا دی، چې د ملي یووالي حکومت مشران اساسي قانون، ملي ګټو او دغه راز د کړي سیاسي توافق موادو ته غاړه کېږدي.

د دوی په وینا په دې برخه کې هېڅ ډول پلمه او توجېهات د منلو نه دي، نو ځکه په صراحت وایي، چې د اوسني حکومت کاري دوره د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په لومړي نېټه پای ته رسېدونکې ده او د دوام لپاره یې هر ډول سیاسي هیله رامنځ ته کول د هېواد له ثبات او ملي ګټو سره په ټکر کې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«د اساسي قانون د ۶۱ مادې سره سم د حکومت کاري دوره د حقوقي او سیاسي لحاظ د غبرګولي په اړه نېټه پای ته رسېږي او دوام یې غیر منطقي دی، چې نه یوازې بحران به زیات کړي، د خلکو هیلې به کمې او دغه راز به ټولنیز ثبات او راتلونکې کاري او انتخابي حکومت له ګواښ سره مخ کړي.»

دغه نوماندانو په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د حکومت کاري دوره د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او دواړ یې له اساسي قانون، ملي ګټو، او ټولنیز ثبات سره په ټکر او د نه منلو دی.

د ولسمشرۍ دغه ۱۱ نوماندان وایي، دوی په ګډه د دغه اعلامیې په خبرولو سره د اوسني حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې اعلانوي او د دغه حکومت د بدیل طرحه به د قانون په رڼا کې له حقوق پوهانو، سیاسيون، مدني ټولې او د ټولنې له ټولو اړخونو سره تر سلاه مشورو وروسته ډېر ژر پای ته ورسوي او د یوه خبري کنفرانس له لارې به یې اعلان کړي.

په خبرپاڼه کې په ټينګار سره ویل شوي، چې دوی به اجازه ورنکړي، چې د هېواد او ولس په برخلیک لوبه وشي، سیاسي انحراف ته کش او ولسوالۍ تر پښو لاندې شي.

باید و ویل شي، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل، عنایت الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، محمد ابراهیم الکوزی، محمد حکیم تورن، محمد حنیف اتمر، محمد شهاب حکیمي، نور رحمان لېوال او نورالحق علومي، له ۱۸ نوماندانو څخه هغه ۱۱ تنه نوماندان دي، چې د ملي یووالي حکومت د کاري دورې د پای ته رسېدو اعلان یې کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115543

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115543/

جمهور
  https://www.jomhornews.com