افغان حکومت قطر ته له طالبانو سره د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د تلوونکي پلاوي ۲۵۰ کسیزه نوملړ په ۱۳ کتګوریو کې اعلان کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبې د وري ۲۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه نوملړ اعلان کړی، چې په کې د سیاسي ګوندونو، خپلواکه سیاسي شخصیتونه، مدني ټولنې او ټولو ادارو استازي ځای لري.
په دغه نوملړ کې د سیاسي ګوندونو استازي، سیاسي شخصیتونه، جهادي مشران، د قربانیانو د کورنیو استازي، د سولې عالی شورا، د علماو، ملي شورا، مدني ټولنې، مېرمنو، ځوانانو، خبریالانو استازي، قومي مشرانو، مخورو او حکومتي چارواکي ګډون لري.
باید و ویل شي، چې حکومت له لوري دغه نوملړ ته په ګټو ټولټال ۲۵۰ تنه به قطر ته ولاړ شي او د طالبانو سره بین الافغاني خبرو کې به ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ځینو ټیمو په ځانګړې توګه د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د پخلاینې د مشرتابه شورا له دغه ترکیب سره مخالفت څرګند کړی او دا یې نامتوازنه بللی دی.
د سولې او اعتدال ټیم وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په د مشرتابه په شورا کې مخورو او بانفوذه شخصیتونو ته ځای نه دی ورکړل شوی او دا شورا نه شي کولی قطر ته د خبرو لپاره تلونکي پلاوی وټاکي او یا هم کومه پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل