۰
ملګري ملتونه:

په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغان مېرمن د زېږون پر مهال مري

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د نفوسو وجهي صندوق (UNFPA) وايي، لا هم په افغانستان کې ۵۰ سلنه ښځې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو پرته زېږون کوي.
په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغان مېرمن د زېږون پر مهال مري
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د نفوسو وجهي صندوق (UNFPA) وايي، لا هم په افغانستان کې ۵۰ سلنه ښځې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو پرته زېږون کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ادارې په وینا همدا لامل دی، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو وجهي صندوق د سې‌شنبې په ورځ په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ د نفوسو د وضعیت په اړه رپوټ خپور کړ.

د دغې ادارې یوه تازه سروې ښيي، چې په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم په برخه کې له ۲۵ فیصدو څخه د زیاتو واده شویو ښځو د کورنۍ د تنظیم اړتیاوې نه پوره کېږي.

دغه راز په سروې کې راغلي، چې تر اتیا سلنه ښځې د اومیندوارۍ د مخنیوي له عصري درملو څخه استفاده نه کوی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د نفوسو د وجهي صندوق (UNFPA) استازي کوفي کوم، ویلي په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم او د زیږون پر مهال روغتیايي خدمامتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم جدي ستونزې شته دي.

بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ښځو د او میندوارۍ او د ماشومانو د څانګې رئیسې زلیخا انوري وايي، د نړۍ په کچه هره ورځ له اته سوه څخه زیاتې ښځې د اومیندوارۍ او د زیږون پر مهال مري.

خو په وینا یې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د اومیندوارۍ او زیږون د جانبي عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمیرې ښيي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د زیږون کچه هرکال شاوخوا یو میلیونو ته رسېږي او هره ښځه په اوسط ډول د خپل ژوند په اوږدو کې تر شپږو ماشومان زېږوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي