۰

خلیلزاد، د طالبانو د الفتح عملیاتو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د غبرګون هرکلی کړی

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه غبرګونه هرکلی کړي، چې د طالبانو پسرلني عملیات یې غندلي دي.
خلیلزاد، د طالبانو د الفتح عملیاتو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د غبرګون هرکلی کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه غبرګونه هرکلی کړي، چې د طالبانو پسرلني عملیات یې غندلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پرون په یوه خوله په یوه تصویب کړې اعلامیه کې د طالبانو له خوا د الفتح په نوم پسرلنیو عملیاتو اعلان په کلکه وغانده.

امنیت شورا وايي، د سولې لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ کوي او په کار ده چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او ددوی په واک کې وي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي جګړه د افغانانو کړاو لا پسې پراخوي، افغانانو ته یوازې ویجاړۍ ور په برخه کوي او په افغانستان کې تل پاتې سوله نه شي راوستلی.

امنیت شورا له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له شته فرصته ګټه واخلي او د افغانانو ترمنځ پراخه خبرې پيل کړي، داسې خبرې اترې چې په پایله کې افغانستان له سیاسي ټیکاوه برخمن کړي.

په اعلامیه کې د سولې لپاره د کېدونکو هڅو او خبرو لپاره د افغانانو پرمشرتابه هم ټینګار شوی او ویلي یې دي، دا هڅې د پراخه او د افغانانو په مشرۍ او د همدوی په واک کې وي.

امنیت شورا زیاتوي، دوی د سولې د همدا ډول یوه بهیر د پيل لپاره د افغان دولت بشپړ ملاتړ کوي او که چېرې د افغان حکومت مشرتابه د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره مرسته وغواړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څانګه یوناما چمتو ده، چې دغه مرسته وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې وینا هر کلی کړی او پر ټوېټر یې لیکلي، اړتیا ده، چې اوربند وشي او خبرې پیل شي.

نوموړي زیاته کړې که هر لوری د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو، اوربند او خبرو سره مخالفت کوي نو تاریخ به یې په اړه قضاوت کوي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي