۰
سرچینه:

میلر له طالبانو سره لیدلي، له هغوی د جګړې د کمولو غوښتنه کړې

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۷
د قطر ناستو ته نېږدې سرچینه وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي دي.
میلر له طالبانو سره لیدلي، له هغوی د جګړې د کمولو غوښتنه کړې
د قطر ناستو ته نېږدې سرچینه وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر خبرو ته یوې نېږدې سرچینې رسنیو ته ویلي، جنرال مېلر له طالبانو سره په خبرو کې له طالبانو غوښتي، چې جګړې کمې کړي.

د سرچینې په وینا جنرال مېلر ټینګار کړی، چې د سولې لپاره د جګړې کمول حتمي دي او طالبان باید دغه مسلې ته متوجه وي.

نوموړي طالبانو ته دا هم ویلي، چې دوی به د افغانستان دا به تل د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو دفاع وکړي او خپل دغه ماموریت ته به ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې سرچینې دا هم زیاته کړې، چې په قطر کې د طالبانو استازي هم د جګړې پر کمولو غور کوي.

خو وسله والو طالبانو او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه په رسمي ډول د جنرال مېلر او طالبانو د استازو د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، چې ورسره سم په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور واخیست.

د طالبانو دغه اعلان د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر څنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په کلکه غندلی او دا یې په افغانستان کې د جګړې او وژنې دوام بللی دی.

خلیلزاد خو پر پاکستان، قطر او نورو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د طالبانو دغه اعلان وغندي او مخنیوی یې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا پرون سه شنبې د وري ۲۷ مه په یوه خوله په یوه تصویب کړې اعلامیه کې د طالبانو دغه عملیات په کلکه غندلي دي.

امنیت شورا وايي، د سولې لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ کوي او په کار ده چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او ددوی په واک کې وي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي جګړه د افغانانو کړاو لا پسې پراخوي، افغانانو ته یوازې ویجاړۍ ور په برخه کوي او په افغانستان کې تل پاتې سوله نه شي راوستلی.

امنیت شورا له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له شته فرصته ګټه واخلي او د افغانانو ترمنځ پراخه خبرې پيل کړي، داسې خبرې اترې چې په پایله کې افغانستان له سیاسي ټیکاوه برخمن کړي.

په اعلامیه کې د سولې لپاره د کېدونکو هڅو او خبرو لپاره د افغانانو پرمشرتابه هم ټینګار شوی او ویلي یې دي، دا هڅې د پراخه او د افغانانو په مشرۍ او د همدوی په واک کې وي.

امنیت شورا زیاتوي، دوی د سولې د همدا ډول یوه بهیر د پيل لپاره د افغان دولت بشپړ ملاتړ کوي او که چېرې د افغان حکومت مشرتابه د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره مرسته وغواړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څانګه یوناما چمتو ده، چې دغه مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي