ننګرهار کې د چت لوېدو ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

28 حمل 1398 ساعت 12:05

سیمه ییز ارواکي وایي، د سختو ورښتو له کبله ننګرهار کې د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز ارواکي وایي، د سختو ورښتو له کبله ننګرهار کې د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۲۷مه) د روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا د چت لوېدو له امله د دغه کورنۍ څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي.

بل خوا پرون د ننګرهار په اومه ناحیه کې هم سېلابونو یو تن وړی دی.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې سخت ورښتونه پیل شوي او سېلابونه راوتلي دي.

دغه سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 115573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com