۰

غزني کې د عملیاتو پر مهال ۲۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
سیمه ییز چارواکو غزني ولایت کې افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
غزني کې د عملیاتو پر مهال ۲۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکو غزني ولایت کې افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهارشنبې د وري ۲۸ مه ویلي دغه عملیات د غزني په مرکز، ګیرو، ګیلان او ناوې ولسوالیو کې تر سره شوي.

د هغه په وینا د مرکز اړوند د زیوج او منګور په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د سالار په نوم د یوه قوماندان به ګډون ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو ډاټسن او یو سراچه موټر هم له منځ وړل شوي دي.

د غزني د والي ویاند وايي، په ګیلان، ګیرو او ناورې په اړوند سیمو کې د عملیاتو پر مهال بیا ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

نوري زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو فولډر موټر، یو عراده موټر سایکل او یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي