د پوهنې وزارت:

سږ کال به ۱۱ زره نوي ښوونکي په دندو وګمارل شي

28 حمل 1398 ساعت 14:13

د پوهنې وزارت وايي، په داسې حال کې چې دوی د ۶۰ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دي، خو سږ کال په پام کې لري، چې ۱۱ زره ښوونکي په دندو وګمارل شي.


د پوهنې وزارت وايي، په داسې حال کې چې دوی د ۶۰ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دي، خو سږ کال په پام کې لري، چې ۱۱ زره ښوونکي په دندو وګمارل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي نن چهارشنبې د وري ۲۸ مه حکومت ته د حساب ورکولو غونډې پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې د ښوونکو کمښت د وزارت یو له اساسي ستونزو ده او دا مهال د ټول هېواد په کچه د پوهنې وزارت د ۶۰ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دی.

خو په وینا یې وزارت د دغه ستونزې د حل لپاره له تېر یوه کال راهیسې هڅې پیل کړې او په دې لړ کې یې د ۱۱ زره ښوونکو خالي بستونه د اداري اصلاحاتو کمېسیون سره شریک کړي تر څو نوي ښوونکي د آزادې سیالې له لارې په دندو وګمارل شي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې د ښوونکو د کمښت ستونزه په یو ځلي نه حل کېږي، بلکې تر راتلونکو څو کلونو پورې به حل شي.

بل خوا د پوهنې سرپرست وزیر بندو ښوونځیو ته په اشارې سره و ویل، چې تېر کال ۳۳۰ تړل شوي ښوونځي پرانستل شوي خو لا هم  د ټول هېواد په کچه ۴۰۰ ښوونځي د امنیتي ستونزو له کبله تړل شوي دي، چې سږ کال به یې د خلاصون لپاره هڅې وشي.

نوموړي د ښوونیز نصاب د ستونزو په اړه و ویل، چې یادې ستونزې به هم د راتلونکي کال پر پایه پورې وروستۍ شي او دغه راز ۱۲ میلیون جلده کتابونه به چاپ شي.

د ده په وینا د پوهنیزو ادارو برېښنايي کول هم د وزارت د کار په لومړیتوبونو کې دي، چې ورسره سم به د ۶۲ سلنه ښوونکو معاشونه د الکترونکي سیستم له لارې ورکول کېږي او دغه راز به د ۱۲ ټولګي تصدیق پاڼې هم برېښنايي شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 115579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com