ولسمشر غنی قطر ته تلونکي پلاوي ته په وینا کې!

نظام او اساسي قانون سرې کرښې دي، طالبان قانع کړی، چې له دولت سره له خبرو پرته بله لار نه لري

28 حمل 1398 ساعت 16:04

افغان ولسمشر د پخلاینې د مشرتابه شورا او قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره تلونکي پلاوي سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د نظام موجودیت او اساسي قانون د خبرو سرې کرښې دي او دغه پلاوی باید طالبان دې ته قانع کړي، چې له دولت سره له خبرو پرته بله لار نه لري.


افغان ولسمشر د پخلاینې د مشرتابه شورا او قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره تلونکي پلاوي سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د نظام موجودیت او اساسي قانون د خبرو سرې کرښې دي او دغه پلاوی باید طالبان دې ته قانع کړي، چې له دولت سره له خبرو پرته بله لار نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن چهارشنبې د وري ۲۸ مه په ارګ کې د پخلاینې د مشرتابه شورا او قطر ته له تلونکي پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

ښاغلي غني هغوی ته په خطاب کې و ویل، چې د سولې په اړه په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنخ ته شوې او دې ته زمینه برابره شوې، چې د افغانستان ۴۰ کلن ناورین او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ولسمشر زیاته کړه، اوس ټولې ډلې او افغانان په دې باور دي، چې افغانستان دغه ۴۰ کلن بحران او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، خو په وینا یې دا هله شونې ده، چې یو بل ومنو او یو موټی شو.

هغه و ویل« راشي یو بل ومنو او د راتلونکو نسلونو لپاره د ځان ځاني ښامار نه تېر شو،، دغه مو منزل ته نه شي رسولی یوازې په ځان پسې ګرځېدل او شخصي ګټې ارامي نه شي راوستلی، ایا د انسان په حیث ټول تلونکي نه یو، ایا مرګ عیني واقعیت نه دی، قبر ته له ښو اعمالو پرته بل څه نه وړل کېږي، د اخرت په ورځ مو ښه عمل شفاعت کوي، خو مال او منسب یې نه شي کولي، یو تاریخي فرصت لاس ته راغلي، چې خپل دایمي ستونزې حل کړو.»

ولسمشر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې د یوه مستقل  ملت په توګه باید داسې پرېکړه وکړ، چې د الله (ج) رضا او ولس غوښتنې په کې نغښتې وي.

د ولسمشر په وینا که څه هم د سولې په اړه پرېکړه د ملت په لاس کې ده، خو دغه کسانو ته اوس دا زمینه برابره شوې، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ملت په استازیتوب له مقابل لوري سره هراړخیزه خبرې ولري.

ښاغلي غني و ویل«تاسو د افغان دولت، ملت، هر ماشوم، هرې ښځې، هر معلول، د هر شهید د کورنۍ استایتوب کوۍ او مسوولیت یې در له غاړې دی، چې هغه حقوق یې چې په اساسي قانون کې خوندي شوي وساتی.»

افغان ولسمشر وايي، له جمهوري اسلامي افغانستان او خلکو استازیتوب ځکه مهم دی، چې هېڅوک نه شي کولی د دولت له چوکاټه بهر د خلکو استازيتوب وکړي.

ولسمشر زیاته کړه«تاسو ټول له دولت او ملت نه استازیتوب کوۍ، دلته دوه هدفه دي، یو دا چې د اوسنی افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید لوری، له طالبانو سره شرکی کړی، هغوی وپېژنۍ او هغوی ته فرصت ورکړی چې تاسو وپېژنۍ او دا باید په مطلق احترام، زغم او حوصلې وشي، د نظام موجودیت او اساسي قانون سرې کرښې دي او دا ورته تشریح کړی، دا کرښې د دې هېواد کډو هیلو څخه جوړې شوي دي، ځکه موږ قربانۍ ورکړې او هره ورځ یې ورکوو، د دې قربانیو د ختم ټکی باید کېښودل شي.»

ده طالبانو ته تلونکي پلاوي ته په خطاب کې و ویل، طالبان دې ته قانع کړی، چې له دولت سره له خبرو پرته بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره له سیاسي حل پرته بله نخسه نه پيدا کېږي.

نوموړی وايي، تاریخ ثابته کړې، چې پردي افغانانو ته کوم تصمیم نه شي نیولی او هر ځل چې نور زموږ لپاره تصمیم نیولی، نه دی منل شوی او عملي شوی.

هغه و ویل«د وینې تویول بریالیتوب نه دی، د سیاسي حل لارې موندل غالب او مغلوب نه لري، د سولې ګټونکی به انشاالله د افغانستان ماشومان، مېرمنې، یتمان او په ځانګړي ډول به ولس اوراتلونکي نسلونه وي، موږ سوله د ځان لپاره نه کو، بلکې د راتلونکو نسلو د آبادۍ او هوساینې لپاره یې کوو، یوازې د ځان مسوول نه یو، د هغه ماشومانو مسول یو چې نن د امید سترګې په لار دي هر افغان باید په دې پوه شي، چې بل افغان په زور باندې نه شي تسلیمولی، اما په منطق او د زړه په احساساتو او د یو بل په منلو سره هغې موافقي ته رسېدلی شو، چې د خدای رضا او د وطن په خیر وي، تاسو ته د دولت او ملت د سفیرانو په توګه ستر مسولیت په غاړه پروت دی، په حوصلې، دقت، ښه نیت او متانت خپلې غوښتنې د نظام په تداوم او د بسنټونو په تقویه کولو سره له طالبانو سره په وطني او واضح ډول شریکې کړی او د وی په دردونو، مجبوریتونو او هیلو باندې ځان پوه کړی، تاسو پورې تړلې، چې ولس ته څه راوړی، پایله به مو دا وي، چې د تل پاتې سولې لپاره افګار تیار دی او که نه، ایا اختلافات په ګډو ارزوګانو او د حل په لارو بدلوی شو، یا دا چې په لجوجانه توګه په ځان باوري او په نور بې باوره یو.»

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې و ویل، چې مخکې له مخکې د دې ناستو د پایلو په اړه څه نه وايي، خو هیله لري، چې دغه استازي د بېرته راتګ پر مهال ولس ته یو مثبت، ګټور او داسې پیغام راوړي، چې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com