شمالي کوریا نوې لارښود وسله وازمویله

29 حمل 1398 ساعت 9:22

د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي، چې هېواد یې په بریالیتوب سره یوه نوې لاردښودې وسله ازمویلې ده.


د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي، چې هېواد یې په بریالیتوب سره یوه نوې لاردښودې وسله ازمویلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه خبرپاڼه کې چې نن پنشبې د وري ۲۹ مه خپره شوې راغلي، چې ولسمشر کیم جون اون د دغه تکتیکې وسلې د ازموینې لیدونکی وو.

دغه آژانس زیاته کړې، یاده وسله چې د ځانګړي لارښود الوتک او کوپړیو د لېږد توان لري ډېره لنډه تر سره شوه.

دا د شمالي کوریا او امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستۍ لیدنې وروسته لومړی اقدام دی، چې شمالي کوریا یې د وسلو د ازمویلو په اړه تر سره کوي.

 باید و ویل شي، چې پیونګ یانګ له تېر یوه کال راهیسې د امریکا سره د سولې د تړون په موخه د خپلو وسلو ازموینې درولې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115602

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115602/

جمهور
  https://www.jomhornews.com