غزني کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۲۰ ژوندي نیول شوي دي

29 حمل 1398 ساعت 11:28

سیمه ییزه چارواکو په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو او ۲۰ تنو د ژوندي نیول کېدو خبر ورکړی دی.


سیمه ییزه چارواکو په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو او ۲۰ تنو د ژوندي نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتره نن پنشنبې د وري ۲۹ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه عملیات د افغان ځانګړو او بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نور ویلي، چې عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني په ګیرو، ګیلان او اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

د هغه په وینا د اندړو ولسوالۍ د ملانوح بابا په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې درې طالبان وژل شوي او درې تنه ټبیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د ګیلان ولسوالۍ د تېرې شپې او نن سهار په عملیاتو کې چې ځانګړو افغان ځواکونو تر سره کړي، ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور له وسلو او مهماتو سره یو ځای ژوندي نیول شوي دي.

دغه راز نوري وايي، د ګیرو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په پروني هوايي برید کې هم پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، د مرکز اړوند د کلاغج په سیمه کې هم د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې درې وسله وال طالبان وژل شوي.

محمد عارف نوري ویلي، په عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او لا هم ځانګړي ځواکونه په ګیلان کې د طالبانو پر ضد عملیات لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 115617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com