کابل پولیسو د نشه يي توکو ۸۷ پلورونکي نیولي دي

29 حمل 1398 ساعت 11:37

پولیس وايي، پلازمېنه کابل کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال ۸۷ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.


پولیس وايي، پلازمېنه کابل کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال ۸۷ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندانۍ نن پشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاق کوونکي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې نیول شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي له دغه کسانو ۳۵ کیلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي، لکه هیروئین، شیشه، تریاک، چرس او ۲۲۰ لېتره الکولي څاښک هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۶ عرادې نقلیه وسایط، درې میله تومانچې، ۵۸ سېټه موبایل او ۳۵۸۰۰ افغانۍ هم تر لاسه شوې دي.

بل خوا امنیه قوماندانۍ زیاته کړې، چې په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو ۳۵۲ تنه نشیان هم راټول شوي او د درملنې په موخه اړونده روغتونو ته وړل شوي دي.

کابل کې نشیان او د نشه يي توکو پېر او پلور په یوه لویه ستونزه اوښتي او ډېر وخت دغه پوډریان د نشه يي توکو د پېر لپاره د پسیو تر لاسه کولو په موخه له کورونو او هټیو غلاوې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 115618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com