ننګرهار کې د انسان تښتونکې ډلې دوه تنه غړي نیول شوي

29 حمل 1398 ساعت 12:12

د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د دوه تنو مشهورو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د دوه تنو مشهورو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت وايي، دغه انسان تښتوونکي نن پشنبې د وري ۲۹ مه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې دوه مشهور غړي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسانو د ننګرهار د یوه اوسېدونکي په تښتولو کې لاس درلود، چې ورسره یو میل وسله هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وایي قضیه تر پلټنو لاندې ده.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښې او چاودنې زیات شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 115623

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115623/

جمهور
  https://www.jomhornews.com