زاخېلوال:

د امریکا او طالبانو تر توافق وړاندې باید بین الاافغاني خبرې یوې پایلې ته ورسېږي

29 حمل 1398 ساعت 14:56

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د بین الاافغاني سولې پروسه باید ګړندې او د امریکا او طالبانو تر توافق وړاندې یوې پایلې ته ورسېږي.


پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د بین الاافغاني سولې پروسه باید ګړندې او د امریکا او طالبانو تر توافق وړاندې یوې پایلې ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زاخېلوال چې نن پنشنبې د وري ۲۹ مه یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د عمل سرعت شته، خو په افغان سیاسیون کې تر اوسه دغه کار نشته.

نوموړي ټینګارو کړو چې د بین الاافغاني مذاکرات باید د امریکا او طالبانو تر هغو چټکې او د دوی له توافق وړاندې یوې پایلې ته ورسېږي.

هغه د قطر ناستې ته په اشارې و ویل، چې د دې کنفرانس هغه کسان چې له کابله استازیتوب کوي، باید کلک یووالی ولري، ځکه سوله په پاشلي حالت کې ناشونې ده.

زاخېلوال اندېښه ښکاره کړه، چې که په دغه ناسته کې سم استازیتوب ونه شي، نو بې باورۍ به نورې هم زیات، ستونزې به ډېرې او د افغانستان په چارو کې به د ګاونډیو لاسوهنې لا زیاتې شي.

ده زیاته کړه، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل ښه خبره ده، خو په هغه صورت کې، چې سوله وشي او که له سولې وړاندې ووزي، نو د امریکا مشرتابه ته به ښې پایلې ونه لري.

نوموړي د طالبانو دې ادعا ته چې بیا د اسلامي امارت د رامنځ ته کولو په لټه کې دي و ویل، چې د ۱۹۹۰ کال طالباني حکومت ولس ته د منلو نه دی او باید د افغانستان اوسني نظام وساتل شي.

د زاخېلوال په وینا د اوسني نظام له منځه وړل د یوه لوري په ګټه هم نه دی، بلکې باید سوله وشي او د طالبانو جنګیالي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې جذب شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید له طالبانو سره د سولې په موافق مشروط شي او هغه کسان چې د بهرنیو ځواکونو پر حضور ټینګار لري هم باید په خپل نظر له سره کتنه وکړي.

 جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
 


د مطلب کود: 115631

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115631/

جمهور
  https://www.jomhornews.com