بلاول بوټو:

د پاکستان حکومت ته د ترهګرو ځالې معلومې دي، خو پر وړاندې یې اقدام نه کوي

29 حمل 1398 ساعت 15:06

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د پخواني وژل شوې لومړۍ وزیرې بېنظیز بوټو زوی بلاول بوټو وايي، د پاکستان حکومت ته د ترهګرو مرکزونه ښه معلوم دي، خو پر وړاندې یې اقدام نه کوي.


د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د پخواني وژل شوې لومړۍ وزیرې بېنظیز بوټو زوی بلاول بوټو وايي، د پاکستان حکومت ته د ترهګرو مرکزونه ښه معلوم دي، خو پر وړاندې یې اقدام نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بوټو دغه څرګندونې تېره شپه د بلوچستان ایالت په اورماړه سیمه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا د ۱۴ مسافرو وژل کېدو ته په غبرګون کې کړې دي.

بلاول بوټو نه یوازې د د پاکستان حکومت د ترهګرو په لمنځه وړلو کې په بشپړه توګه ناکام بللی، بلکې هغه یې په قصدي ډول د ترهګرۍ په وده تورن کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت ته د ترهګرو ډلو مرکزونه ښه معلوم دي خو پر وړانډې یې اقدامات نه کوي.


د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په خپلو خبرو کې د پوښتنې په توګه ویلي«څنګه کېدای شي چې حکومت د ترهګرو د روزنې له مرکزونو څخه بې خبره پاتې شي.»

بوټو د ۱۴ مسافرو وژل کېدو ته په غبرګون کې زیاته کړې، ترهګرو یو ځل بیا د بې ګنا وګړو وینې وبهولې، خو حکومت د دې وړتیا نه لري چې د ترهګرو جرړې وباسي او پر وړاندې یې اقدام وکړي.

د یادونې ده، چې ناپېژانده وسله والو تېره شپه د بلوچستان ایالت په اورماړه سیمه کې له شپږو موټر ۱۶ تنه مسافر راښکته کړي او وروسته یې ۱۴ تنه ترې په ډزو وژلي دي.

له دغه ۱۶ تنو دوه تنه په تېښته بریالي شوي او په سیمه کې یې د پولیسو پوستې ته ځان رسولی دی.

که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا ویلي، په دې پېښه کې لاس لرونکي وسله وال به خامخا عدالت ته راکش کړي.

خو د پښتون ژوغورنې غورځنګ یوې مخکښنې غړې واړنګې لوڼۍ دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي، چې د دغه پېښې کسان معلوم دي او هغه هم د پاکستان پوځ استخباراتي ادارې دي.

د هغې په وینا د پوځ او استخباراتو کسان په مول وهلي ډول سړک ته کوز شي، بې ګناه خلک و وژني او بېرته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115632

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115632/

جمهور
  https://www.jomhornews.com